د کشمیر جبهه او د پاکستان کورنی انفجار!
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

 

له روستیو پراختیاوو داسې ښکاري چې په کور دننهاو همهند سره د کشمیر په جبهه، پېښېد پنجابي واکمنې پوځي ــ استخباراتي جالګۍ، له منګلو وځي او په دواړو ډګرونو کې تاوتریخوالي او کړکیچ نوې او نه کنترولیدونکی پړاو ته ورننوځي!

د پاکستان په ۶۶ کلن تاریخ کې د واک او راج زیرمه، تل پوځ او استخبارات پاتې شوي اوددې هیواد د لنډمهاله او ستراتیژیکو موخو په ټاکنه او پلیتابه کې یوازې دوی لومړۍ خبره او پریکړه کوي. پوځ او ISIد پوځي کودتاګانو په مهال خلکوته په اصلي بڼه خپله ټولهڅېره، مخ، غاښونه او داړې ورښکاره کوي، خو د ملکي حکومتونو په وخت بیا ځان د پردې شا ته نیسي او کله چې وغواړي ځان وښۍ، ترڅو خلک د پوځ له واک او ډاره غافل نه شي، بیا یوازې خپل نیم مخ او یو مټ خلکو ته ځلوي او د ملکي حکومتونو په وړاندې تل د سبوتاژ تګلار مخې ته بیايي !

د پښتونخوافقید مشر ارواښاد عبدالولی خان، د پاکستان د پوځي او ملکي حکومتونو پورته حال، د مار او نولي دا لوبه، یو وختد پښتو په یوه لنډۍ کې داسې بیان کړی وه:

اول دې دور د ډنډو وو

اوس په ډنډو کې دې جنډې وهي ټالونه

نن هم سره له دې چې پاکستانیانواو نړیوالوته په ظاهر کې ملکي حکومت واکمن ښکاري، خو  په کورني او بهرني دواړو سیاستونوکې روستۍ خبره د پوځ او استخباراتو په ژبه بیانیږي.

اوس له پخوا زیاته پاکستاني ټولنه د ملي توپيرونو او د هغو پر بنسټ له تاوتریخوالي او کړکېچ سربېره، یوخوا د ځواکمنو استخباراتو، پوځيانو او د دوی په ملاتړ د مذهبي سخت دریځه او توندلارو د ټلوالې او بلخوا په پاکستان کې د سیکولر او ډیموکراتو ځواکونو ترمنځ ویشل شوې او د واکونو د بیا ویش پر سر ددغو بېلابېلوخواو ترمنځ جګړه د هرې ورځې په تېریدو لاسختیږي.

که د بلوچستان، پښتونخوا، سندیش، په لاهور او اسلام اباد کېد تحریک منهاج القران مشر ډاکټر طاهر القادري لاریونونواو کشمیر کې د هندي او پاکستاني پوځیانو متقابلو ډزو ته وکتل شي، په دغو ټولو روستیو پراختیاوو کې پورته کړکېچ او تاوتریخوالي په څرګنده لیدل کیږي.

د بلوچستان په روستیو پېښو کې چې څه دپاسه سل تنه هزاره توکمه شيعه مسلمانان ووژل او له ۲۲۰ تنو زیات ټپیان شول، بې له دې چې دداسې پېښو تاریخي شالید په ژوره توګه وڅېړل شي اود پردې ترشا لاسونه او په کمین کې ناست اصلي ځواکونه په ګوته شي، پړه ټوله هلته د بلوچستان په ملکي حکومت ورواچول شوه او د قربانۍ ګډوری یوازې دا ملکي حکومت وګرځيد!

« د سياسي چارو څېړونکي او په ټولنيزو رسنيو کې سياسي فعالانو د پاکستان د صدراعظم دا پرېکړه د بلوچستان د بې صلاحيته حکومت د ختمېدو لپاره پر ځاى بللې، خو پر ځاى يې واک ګورنر يا والي ته له سپارلو سره اندېښنه څرګنده کړې چې که د وسلوالو په خلاف اقدام ونه شي نو کېداى شي پوځ بيړنى حالت اعلان کړي او د ډيموکراسي بهير په ټپه ودرېږي. ازادي راډیو»

خو پوښتنه دا ده، د سیاسي چارو دا څېړونکي ولې نه وايي چې چا او ولي د بلوچستان ملکي حکومت بې صلاحیته کړی، د وسلوالو تر شا څوک ولاړ دي، د دیموکراسۍ بهیرڅوک په ټپه دروي او پوځ د بېړني حالاتو د اعلام په نوم په بلوچستان کې کومې موخې غواړي پلې کړي؟ !

پښتونخوا کې هم دا هڅه روانه ده چې د عوامي نشنل پارټي حکومت لومړی بې صلاحیته وګڼل شي او ړنګ يي کړي او روسته د چارو د قابوکولو په نومپوځي حکومت ته لاره اواره شي.خو مرکزي استخبارات او پوځ ولې، د بې صلاحیت کولو له بهیر مخکې د ملکي حکومت سره مرسته نه کوي او د هغه پرځای مذهبي توند لارې ولې پالي او د پوځي حکومت د واکمنۍ لپاره يي د ملکي حکومت په وړاندې د یوې وسیلې پتوګه ولې کاروي؟

بلخوا مولانا طاهرالقادري د منهاج القران د تحریک مشرچېکاناډا کې میشت دی، د خبریال خبرې ویب پاڼې په وینامخکې يي د پاکستان د پخواني دیکتاتور جنرال پرویز مشرف ملګرتیا کړې وه او نن پرویز مشرف دده مرسته کوي، د خپلو زرګونو پلویانو په استازیتوب تېره اوونۍ په لاهور او بیا په اسلام اباد کې لاریون وکړ. ده په خپلوغوښتنو کې ټينګار کاوه چې « په انتخاباتي سیستم کې د اصلاحاتو، د انتخاباتي کمیسون له لغوه کېدو وروسته د نوي کمیسون د جوړېدو، د ټولو ګوندونو په خوښه د موقت حکومت جوړېدل او د ملي جرګې په شمول د څلورو ایالتونو د صوبايي جرګو منحلول غواړي. تاند»

پورته غوښتنې که له هغو څخهد څلورو ایالتونو د صوبايي جرګو د منحلولو غوښتنه ایسته کړو، نورې يي په ظاهر کې له قانون سره ټکر نه لري خو د نوموړي اصلي ټینګارپه دې خبره و چې ملکي حکومت پخپلو کارونو کې پاتې راغلي او پکار ده چې پوځ د چارو واګې په لاس کې واخلي !

همدارنګه د روهي بریښناپاڼې په وینا د پاکستان د تحریک انصاف ګوندمشر عمران خان چې ویل کیږي پوځیانو او استخباراتو سره نږدې اړیکې لري، تیره ورځ د یوې غونډې پر مهال د زرداري حکومت باندې سختې نیوکې وکړې او د ده د ګوښه کیدلو غوښتنه یې وکړه.نوموړي پر خپلو پلویانو دا غږ هم کړی چې لوی مارش ته دې چمتو اوسي او یوازې د پیل کیدو خبر ته دې انتظار وکړي.

همداسې د پاکستان د سترې محکمې لخوا د د دغه هېواد د لومړي وزیر راجا پرویز اشرف د نیول کیدو حکم چې رسنیو کې په پراخه کچه خپور او بیا روسته « د پاکستان له فساد سره د مبارزې د ادارې رييس د دغه هیواد د سترې محکمې هغه حکم چې پراساس یې باید د دغه هیواد صدراعظم د فساد په تور په څلرویشت ساعتونو کې ونیول شي، ردکړ. تاند »

بلخوا د کشمیر پر سر هم د پاکستان پوځي کړۍ هڅه کوي چې د هند او پاکستان د ملکي حکومت ترمنځ د خبرواترو رامنځته شوې فضا خړه پړه کړي .

تېره اوونۍ د هند د بهرنيو چارو وزارت وویل «کشمير کې پاکستاني پوځيانو، چې له پولې اوښتي او دوه هندي سرتېري يې وژلي، له يوه يې سر پرې کړی دی. دوی زیاته کړه، د وژل شوي سرتېري سر يې تر اوسه نه دی موندلی او داسې ښکاري چې پاکستاني پوځيانو به له ځان سره وړی وي. روهي »

د هند د دفاع وزیر “ اې کې انتوني” په نوي ډهلي کې په دې اړه خبریالانو ته وویل:“د پاکستان د پوځ دغه عمل ډير پارونکې دی.په دغه طریقه، چې دوي( پاکستاني پوځ ) هندي عسکر وژلي دي دا یو غیر انساني عمل دی.
موږ به د پاکستان حکومت ته اعتراض وکړو او زموږ د پوځي عملیاتو امر به په دې اړه په پاکستان کې له خپل سیال سره خبري وکړي. موږ دغه وضعیت له نژدې څارو.

د هند د بهرنيو چارو وزیر “ سلمان خورشید” د دوو هندي عسکرو دا راز وژنه مطلقاُ نه منونکې، بیروونکې او وحشتناک عمل وګاڼه.”ښاغلي خورشید د “متناسب” یا ورته ځواب تعهد وکړ.د پاکستان اوهند ترمنځ په ګډه ۷۴۰ کېلو متره د کشمیر کنټرول سیمه کې چې، دواړه هېوادونه سره بیلوي دا ډول پيښي په مرتبه توګه پیښیږي.

همداراز کندهار کې د سرحدي ځواکونو د یوه مسول په وینا د ډیورندکرښې په بره غاړه، پاکستان خپله یوه پوسته رامخته کړې او غواړي افغانستان سره پر کرښه نوی تاوتریخوالي او کړکېچ ته لمن ووهي.

کورنیو ستونزو څخه د پاکستانیانو د پام اړولو په موخه څه مهال مخکې پاکستاني چارواکو دا هم ویلي وو، چې افغانستانخپله خاوره کې ۳۰۰ بلوڅو ته د روزنې اډې جوړې کړي چې افغان مقاماتو دا ادعا په خپل وخت رد کړې وه.

د پېښو په ټولو روستیو پراختیاوو کې لیدل کیږي چې یوه جبهه کې پاکستاني پوځیان ، استخبارات او مذهبي توند لارې چې اتومي وسله هم په لاس کې لري، نه یوازې په کور دننه کړکېچ او تاوتریخوالي ته لمن وهي بلکې په سیمه کې هم د ناامنیو، شخړو او جګړو د دوام لامل همدوی دي!

 د نړۍ د جیوپولیټکس یا سیاسي جغرافیې، دفاع او بهرنۍ پالیسۍ مشهور کارپوه رابرت ډي کپلان په وینا، د پاکستان اداره ورځ تر بلې ګرانېږي او په داسي حال کې چې د دغه هیواد بېلتونپال غورځنګونه زور اخلي ممکن د دغه هیواد سرحدونه له سره ترسیم شي. نوموړی په خپل روستي کتاب (د جغرافیې انتقام) کې لیکي «څرګنده نه ده چې پاکستان د یوه هیواد په توګه یو ځای پاتې کېدای شي ځکه چې دغه هیواد کې د بلوڅو بېلتون غوښتونکی غورځنګ، د سندیانو ملتپال غورځنګ او نور شته چې د موجودیت له کبله یې په راتلونکو کلونو کې د دغه هیواد اداره او کنټرول سختیږي.»

کپلان، چې د ژورنالیست په توګه یې د ایران او عراق په شمول د ډېرو جګړو په اړه راپورونه لیکلي ، وايي«ما ته په یو څه اوږدمهال کې هغه پولې چې پاکستان له افغانستان او یا پاکستان له هندوستانه جلا کوي، تلپاتې نه ښکاري.»کپلان زیاتوي«حقیقت دا دی چې پاکستان، هندوستان او افغانستان، چې د زرګونو کاله ګډ تاریخ لري، په مصنوعي ډول سره جلا شوي او دا مسله د ډېر کړکېچ سبب شوې ده حال دا چې د دوی ترمنځ ډېرې جاذبې شته. تاند»

د ۲۰۱۳ کال د جنورۍ ۲۱ مه

 


January 21st, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی